هلمند کې د امریکا سمندري عسکر: د ثبات ټینګښت ته ژمن یو

په هلمند کې د امریکا سمندري عسکر وايي، په دې سیمه کې د ثبات ټینګولو ته متعهد دي.

هلمند ته د تللي سمندري ځواک یو شمېر عسکرو روېټرز خبري اژانس ته ویلي، پوهېږي چې سخت حالت په مخکې دی خو دوی د ثبات ټینګولو لپاره مبارزې ته تیار دي.

د امریکا د سمندري ځواک یوه عسکر جورج کالدوېل چې مخکې یې هم په هلمند کې خدمت کړی، پرون د لښکرګاه په ۳۵ کېلو مترۍ کې په شوراب پوځي اډه کې د روېټرز خبري اژانس ته وویل:

"زه بیا راتګ ته خوشاله وم ځکه ما پخوا هم دلته خدمت کړی او زیات وخت مې په هلمند کې تېر کړی دی. موږ دلته ډېر وخت په پوځي مأموریت تېر کړ او په دې سیمه کې بې‌ثباتي نه‌شو زغملی نو بېرته راغلي یو چې ثبات ټینګ کړو نو خوشاله یم. هیله لرم چې پخواني اشنایان به مې بیا ووینم."

د امریکا ۳۰۰ سمندري عسکرو د شنبې په ورځ په هلمند کې خپل نوی مأموریت پیل کړ.

په هلمند کې چارواکي وايي چې دا امریکايي عسکر به له افغان ځواکونو سره د مشورې او تعلیمي پروګرامونو او د پوځي عملیاتو په پلان جوړولو کې مرسته کوي.

هغوی به یوازې د هلمند د نظامي شورا په غوښتنه په پوځي عملیاتو کې د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ کوي.