افغان حکومت د شپږسلنې بېکارۍ کمولو خبر ورکوي

د کارګر نړيوالې ورځې په درشل کې افغان حکومت وايي، د تېرو کلونو په نسبت په هېواد کې بېکاري شپږ فيصده کمه شوې ده.

افغان حکومت دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې سبا دوشنبه د مې لومړۍ نېټه د کارګر نړيواله ورځ ده.

دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې کارګران او د پوهنتونونو فارغان له بېکارۍ شکايت لري.

د ملي شورا غړو هم بېکاري په افغانستان کې د ناامنيو يو عمده علت ګڼلى دى.