صادق د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر ښه‌والي ټینګار وکړ

کابل ته راغلی پاکستانی پلاوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر ښه کولو او له ترورېزم سره پر ګډې مبارزې ټینګار کوي.

د دغه پلاوي مشر ایاز صادق نن د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د ستونزو د حل او د اړیکو د ښه کولو په هدف باید د حکومتونو او پارلمانونو په کچه کار وشي.

د پاکستان د پارلمان د رئیس ایاز صادق په مشرۍ یو ۱۷ کسیز پاکستاني پلاوی کابل ته راغلی چې تېره ورځ یې د ملي شورا پر اداري پلاوي سربېره له افغان ولسمشر سره هم کتلي او ټاکل شوې چې نن به د اجرائیه رئیس په ګډون له یوشمېر مهمو افغان چارواکو سره وګوري.