کریم خلیلي: که طالبان په جنګ امارت جوړوي تېروتنه کوي

د افغانستان د ملي او جهادي ګوندونو عالي شورا د ګلبدین حکمتیار حضور او د حزب اسلامي سره سوله په هېواد کې د ثبات د ټینګښت لپاره ستر ګام بولي.

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار راتګ د ملي او جهادي ګوندونو یو شمېر مشران په افغانستان کې ثبات ته هیله‌مند کړي وايي چې دا کار د سولې په لوري خورا مثبت ګام دی.

د دغې شورا یو شمېر مشرانو او غړو چې د یکشنبې په ورځ د مجاهدینو د بریا د ورځې لمانځغونډې لپاره په کابل کې سره راټول شوي وو رسنیو ته وویل، د ګلبدین حکمتیار راتګ ښيي چې د ټولو ناخوالو او جګړو وروستۍ نتیجه سوله ده.

د ملي او جهادي ګوندونو د رهبري شورا غړي او د پخواني جمهور رئیس دوهم مرستیال کریم خلیلي دې غونډې ته په وینا کې پر وسله‌والو طالبانو غږ وکړ چې د افغاني پروسې له لارې خپلې ستونزې حل او تاوتریخوالی بس کړي.

کریم خلیلي.

نوموړي زیاته کړه:

"له دې ادرسه د طالبانو پر تحریک هم غږ کوم چې که تاسې فکر کوئ د جنګ له لارې اسلامي امارت جوړوئ تېروتنه کوئ او دا ارمان به ګور ته یوسئ او هېڅکله افغانستان ته امارت راګرځېدونکی نه‌دی او تاسې هم په دې ښه پوهېږئ، د دې تر څنګ ملي وحدت حکومت ته هم وایم چې جنګ د حل لار نه‌ده."

په دغې شورا کې صبغت‌الله مجددي، کریم خلیلي، پیر سید حامد ګېلاني، دین محمد جرأت، سید منصور نادر نادري، مولوي عبدالحکیم منیب او د یو شمېر نورو ګوندونو مشران راټول شوي دي.

پروفیسر صبغت‌الله مجددي دې غونډې ته په وینا کې ټینګار وکړ چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره باید هر ډول خپل منځیو اختلافانو او کینو ته نه وویل شي.

د جهادي او ملي ګوندونو یو شمېر مشران داسې وخت په هېواد کې د تاوتریخوالي د ختمېدو یوازنۍ لار خبرې اترې ګڼي چې د افغان حکومت یوې مخالفې ډلې حزب اسلامي په دې وروستیو کې مصالحې ته غاړه کېښوده او مشر یې ګلبدین حکمتیار له کلونو وروسته تېره ورځ په لغمان کې را څرګند شو.

خو وسله‌والو طالبانو بیا د افغان حکومت او خلکو دې غوښتنې ته تر اوسه لازم ځواب نه‌دی ورکړی.

د سولې د عالي شورا مرستیال عزیز الله دین محمد وايي، حکومت لکه د حزب اسلامي په څير له طالبانو سره هم بین‌الافغاني خبرو ته حاضر دی او طالبان باید روان حالت درک کړي.

حاجي دین محمد.

نوموړي زیاته کړه:

"په مجموع کې د طالبانو سره هم باید د افغانانو د خبرو یوه لار جوړه کړو او بالاخره دوی هم باید دې نتیجې ته رسېدلي وي چې اوس افغانستان بیا د نړیوالو سیالیو مرکز ګرځي نو ځکه اړتیا ده چې موږ افغانان سره کېنو او دا نور تکرار نه‌شي چې جګړه د نورو وي او مري دې په‌کې افغانان."

دا په داسې حال کې ده چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم په خپلو تازه څرګندونو کې پر وسله‌والو طالبانو غږ کړی چې د سولې له پروسې سره یوځای شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ