مسلمیار: ولسمشر غني پاکستاني هیئت سره په جدیت خبرې وکړې

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر وايي، له پاکستانه کابل ته راغلي پلاوي سره افغان ولسمشر په جدیت خبرې وکړې او خپلې ستونزې یې ورسره شریکې کړې.

فضل‌الهادي مسلمیار چې نن‌یې د جرګې په عمومي غونډه کې خبرې کولې وویل، پاکستاني پلاوي پیغام له ځان سره اخیستی او د خپل حکومت له چارواکو سره به‌یې شریک کړي.

ښاغلي مسلمیار وویل:

"په رښتیا هم هغه څه چې د افغان ملت دردونه و، د ولسمشر له لوري ډېر په جدیت سره مطرح شول، پیغام ورته ورکړل شو، خدای دې وکړي چې د دوی راتګ د دواړو هېوادونو د روغې جوړې سبب شي."

د پاکستان د پارلمان ئیس ایاز صادق په مشرۍ یو ۱۷ کسیز پلاوی کابل ته راغلی، تېره ورځ‌یې د ملي شورا له اداري پلاوي سربېره له افغان ولسمشر سره هم وکتل او ټاکل شوې چې نن د اجرائيه رئیس په ګډون له یو شمېر مهمو افغان چارواکو سره هم وګوري.