ارګ: د حزب اسلامي د پوځي تشکیلاتو ادغام نه‌دی پیل شوی

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې لا هم د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د پوځي تشکیلاتو د ادغام پروسه نه‌ده پيل شوې.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال نن ازادي راډیو ته وویل، دغه بهیر به کابل ته د ګلبدین حکمتیار له راتګ وروسته پیل شي.

ښاغلي مینه‎پال وویل:

"د توافق‌لیک پر اساس د دوی ټول وسله‎وال کسان بې‌وسلې کېږي، هغه کسان چې په امنیتي ارګانونو کې یې د کار کولو معیار پوره کېږي، په هغې برخه کې به جذبېږي."

که څه هم داسې تمه وه چې له حزب اسلامي سره د حکومت د سولې د توافق له لاسلیک کېدو وروسته د دغه ګوند پوځي تشکیلات به ومنل شي، خو د ولسمشر ویاند وايي چې د دې ګوند وسلې به راټولې شي او په معیار برابر کسان به امنیتي او دفاعي ارګانونو کې جذب شي.

بل‌خوا د حزب اسلامي ویاند حشمت‌الله ارشد وايي، حزب اسلامي له حکومت سره د کړو ژمنو عملي کېدو ته ژمن دی.