دانش: ټول مخالفین دې د حکمتیار په څېر سوله وکړي

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال پر ټولو وسله‌والو مخالفینو غږ وکړ چې د ګلبدین حکمتیار په څېر دې سوله وکړي او له جګړو دې لاس واخلي.

سرور دانش چې نن‌یې په جلال‌اباد ښار کې د ښاغلي حکمتیار د ښه راغلاست غونډه کې وینا کوله ټینګار وکړ چې هېڅ‌څوک هم د زور له لارې واک ته نه‌شي رسېدلای.

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"د طالبانو په ګډون له ټولو وسله‌والو مخالفینو غواړو چې د مسلمانانو او وروڼو له وژلو او د هېواد له ورانولو لاس واخلئ، راځئ ټول د نظر اختلافونه د بین‌الفغاني مذاکراتو له لارې حل کړئ."

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې له افغان حکومت سره‌یې سوله کړې، نن په جلال‌اباد کې هغه ته د ښه راغلاست رسمي مراسم جوړ شوي چې د ولسمشر دوهم مرستیال او د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر په ګډون لوړپوړیو حکومتي چارواکو په‌کې برخه اخیستې ده.