هېواد: د ولسمشر سوله ییزو هڅو بلاخره رنګ راوړ

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په لغمان کې د حزب اسلامي د مشر د پرونیو څرګندونو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، بلاخره د حزب اسلامي مشر ګلبدبن حکمتیار په لغمان ولایت کې راڅرګند او په یوه غونډه کې یې خپل لیدلوری بیان کړ.

په سرمقاله کې راغلي، حکمتیار وویل چې په افغانستان کې له انتخاباتو نه ملاتړ کوي، له تېرو سره خدای پاماني او تر دې وروستو ټولو هغو ډلو ته چې په حکومت کې دننه او بهر دي د دوستۍ لاس غځوي.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې حکمتیار ویلي له یوې مرکزې ادارې څخه چې د سرمقاله لیکونکي په باور همدغه ریاستي نظام یې ښودلی ملاتړ کوي.

سرمقاله لیکونکی لیکلي چې ګڼو بنسټونو د سولې له بهیر سره د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د یو ځای کېدو هرکلی کړی دی.

خو د ده په اند یو شمېر پخوانیو تنظیمي جګړو ته په پام سره وېره موجوده ده چې تېر تاریخ یو ځل بیا تکرار نشي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د حکمتیار د څرګندونو په اړه څه نه دي لیکلي، خو همدې موضوع ته په اشارې سره یې د سولې له بهیر سره د حزب اسلامي د یوځای کېدو امتیاز ولسمشر غني ته ورکړی او لیکلي چې د افغان ولسمشر سوله ییزو هڅو او منډو ترړو بلاخره رنګ راوړ او حزب اسلامي او د هغوی مشر کلبدین حکمتیار د سولې له بهیر سره یو ځای شو.

په سرمقاله کې راغلي چې ولسمشر غني له افغان طالبانو او نورو مخالفو وسله والو ډلو څخه هم غوښتي چې د حزب اسلامي په څېر د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې هم په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، بلاخره د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار راڅرګند شو.

په سرمقاله کې راغلي، حکمتیار په لغمان کې د تېرې ورځې په څرګندونو کې جګړه نامشروع ګڼلې او پر طالبانو یې غږ کړی چې د سولې لار خپله کړي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، د حکمتیار ګڼي خبرې سمې او پر ځای وې خو د ده په خبره لا یې ځني مسایل د تامل وړ دي چې په څرګند ډول ورته اشاره نه ده شوې.

په سرمقاله کې راغلي، حزب اسلامي د جګړې مهمه برخه نه وه نو پر جګړې یې اغیز کم دی خو په سیاسي برخه کې د حالاتو د ښه والي تمه ترې کېدای شي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، له ښاغلي حکمتیاره یوه لویه هیله دا ده چې د طالبانو سره د سولې په برخه کې مهم رول ولوبوي.