جلال‌اباد کې نن یکشنبه حکمتیار ته رسمي مراسم نیول کېږي

په جلال‌اباد کې به نن یکشنبه د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته د حکومت له لوري د هرکلي، رسمي مراسم ترسره شي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې په جلال‌اباد ښار کې د نننیو مراسمو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

عطاالله خوګیاڼی وايي:

"په نننۍ غونډه کې به د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، د ولسمشر دوهم مرستیال، د سولې عالي شورا او د ملي شورا یو شمېر غړي او د کابینې یو شمېر مهم وزیران په رسمي ډول د حزب اسلامي امیر ته د سولې د پروګرام سره د یوځای کېدو له امله هرکلی ووايي."

د ښاغلي خوګیاڼي په وینا، د حزب اسلامي مشر ښايي په یوه اوونۍ کې کابل ته ولاړ شي.

ګلبدین حکمتیار د افغانستان له حکومت سره د سولې د موافقې پر اساس، کابل ته روان دی.