چارواکي: ارزګان کې ۱۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د ارزګان ولایت امنیتي چاوراکي وايي، تېره ورځ په دغه ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۱۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي.

د ارزګان د امینه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالقوي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې یاد وسله‌وال تېره ورځ د ترینکوټ اړوند شمال خیتځه برخه کې د افغان ګډو او بهرنیو ځواکونو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې یو شمېر نور وسله‌وال هم ټپیان شوي دي خو افغان سرتېرو ته‌یې د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه‌ویل.

د امنیت امر دا هم وویل چې د یادو عملیاتو پر مهال یو شمېر سیمې هم له وسله‌والو طالبانو څخه تصفیه شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړڅه نه‌دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په یاد ولایت کې د «خالد» په نوم پوځي عملیات پيل شوي دي.