د پاکستان پارلماني پلاوي د ملي شورا له غړیو سره وکتل

د پاکستان یو جګپوړی پلاوی چې د دغه هېواد د پارلمان د رئیس ایاز صادق په مشرۍ نن کابل راغلی، د ملي شورا له غړو سره وکتل.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې د دغو خبرو اترو ډېر تمرکز د سولې پر پروسیې، سیاسي مسأیلو او د کابل او اسلام‎اباد ترمنځ د اړېکو پر ښه والي و.

ښاغلي صدیقي وویل:

"کوم مسأیل چې نن پرې خبرې وشوې، تر ډېره پر اقتصادي، سیاسي، امنیتي او پر یو شمېر نورو مهمو مسأیلو خبرې وشوې او هغوی ژمنه وکړه چې د دغو ژمنو په عملي کېدو کې به جدي هڅې کوي."

ښاغلي صدیقي وویل چې دغه پلاوی به نن له افغان ولسمشر، اجرائیه رئیس او یو شمېر نورو افغان چارواکو سره وګوري.