ارګ: د حکمتیار راتګ به سوله او ثبات کې مهم اغېز ولري

د افغانستان جمهوري ریاست د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د راتګ هرکلی کوي.

ارګ ماڼۍ نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ښاغلي ګلبدین حکمتیار راتګ دا وښوده چې افغانان په خپلو کې د شخړو او ستونزو د حل ظرفیت لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې هېواد ته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار راتګ به د سولې او ثبات د تأمین، پرمختګ او نورو برخو کې د پام وړ اغېز ولري.

د افغانستان جمهوري ریاست یوځلې بیا پر وسله‎والو طالبانو غږ کړی چې د جګړې او تاوتریخوالي پرځای دې، د بین‎الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.