مشرانو جرګه: د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی نن کابل ته راغلی

د پاکستان یو جګپوړی پلاوی د دغه هېواد د پارلمان د رئیس ایاز صادق په مشرۍ نن کابل ته راغلی او د امهال یې د افغانستان د ملي شورا له ادارې پلاوي سره خبرې روانې دي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې دغه خبرې اترې به تر ډېره د سولې د بهیر، سیاسي مسأیلو او د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړيکو د ښه‎والي په اړه وي.

ښاغلي صدیقي وویل:

"دا خبرې اترې تر ډېره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ښه‎والي راڅرخي او همدارنګه په سیاسي مسأیلو به هم خبرې وشي."

ښاغلي صدیقي وویل چې دغه پلاوی به نن له افغان ولسمشر، اجرائیه رئیس او یوشمېر نورو افغان چارواکو سره وګوري.