دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۱ وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د داعش د شپږو جنګیاليو او د کویټې شورا د یو غړي په ګډون ۳۱ وسله وال وژل شوي دي.

دفاع وزارت نن په یوه خبرپاڼه کي ویلي چې دا عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار، کاپیسا، پروان، پکتیکا، پکتیا، لوګر، کندهار، ارزګان، زابل هرات فراه، بادغیس، بلخ، کندز، فاریاب، بغلان او ځينو نورو ولایتونو کې ترسره شوې دي.

دغه وزارت وايي په یادو عملیاتو کې ۱۸ وسله وال ټپیان شوي او دوه نیول شوې دي.

وسله والو مخالفانو او کومې خپلواکې سرچینې په دې اړه څه نه دي ویلي.