د پاکستان د پارلمان یو هیئت نن شنبې کابل ته رسېږي

د پاکستان د پارلمان يو هيئت نن شنبه د کابل او اسلام اباد ترمنځ پر روانو اختلافاتو او ستونزو د خبرو لپاره کابل ته رسېږي.

د دغه پنځلس کسيز هيئت غړي او د قومي وطن ګوند رهبر افتاب احمد خان شېرپاو ازادي راډيو ته وويل:

"د هغوى خبرې به اورو، دلته به يې راوړو د پاکستان حکومت ته يې رسوو، چې پر اساس يې مخکې لاړ شو، ځکه چې افغانستان زموږ ګاوندى دى او راسره تعلقات لري."

د پاکستان حکومت دغه هيئت ته دنده سپارلې چې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو لوړ رتبه افغان چارواکو سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اختلافاتو بحث ورسره وکړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال ويلي چې دا په تېرو څو کلونو کې د پاکستان اول لوړ رتبه هيئت دى چې افغانستان ته سفر کوي.