ټاکل شوې حکمتیار نن لغمان کې یوې غونډې کې را څرګند شي

په پام کې ده د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار نن په لغمان کې په يوه عامه غونډه کې راڅرګند شي.

ښاغلي حکمتيار پرون په لغمان کې له ځينو دولتي چارواکو او خپلو پلويانو سره کتنې او خبرې وکړې.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي د ښاغلي حکمتيار راتګ ته له اوږدې مودې راهيسې چمتووالى روان و:

"د ولايت د مقام له خوا ټول ترتيبات نيول شوي او ټاکل شوې د حزب اسلامي مشر انجنير ګلبدين حکمتيار «نن» په لغمان کې په يوه غونډه کې راڅرګند شي."

د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې موافقه تېر کال لاسليک شوه.

د دې موافقې له مخې به د حزب اسلامي ګڼ بنديان له زندانونو خوشې شي.