د پاکستان د پارلمان پلاوی سبا شنبې افغانستان ته راځي

د پاکستان د پارلمان او کابینې د غړو په ګډون یو جګپوړی پلاوی سبا شنبې افغانستان ته راځي.

په پلاوي کې د پاکستان د پارلمان د دواړو خونو مشران، د واکمن او اپوزیسیون د ګوندونو مشران او د کابینې دوه غړي شامل دي.

تېره اوونۍ په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال ازادي راډیو ته وویل چې پوځي او ملکي مشرتابه پاکستاني پلاوي ته ځانګړي پراخ صلاحیتونه ورکړي دي:

"دوی به له یو لړ صلاحیتونو سره چې د پاکستان لومړي وزیر او د پوځ مشرۍ ورکړي له افغان ولسمشر او نورو مشرانو سره به پر دوه اړخېزو موضوعاتو بحث وکړي."

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي پرون خبریالانو ته وویل چې د پلاوي غړي به له ولسمشر، اجرائیه رئیس او نورو مشرانو سره وګوري.