سعید: د حزب‎اسلامي یو شمېر بندیان نن جمعه له زندانه خوشې کېږي

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب‎اسلامي وايي تمه ده چې د دې ګوند یو شمېر بندیان نن له زندانه خوشې شي.

د چهارشنبې په ورځ د حزب مطبوعاتي مسؤل قریب الرحمن سعید په دې اړه له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو:

"د حزب‎اسلامي د سیاسي بندیانو د ازادۍ موضوع د جمعې په ورځ حتی المقدور ممکنه ده او ښايي چې هغوی ټول آزاد شي. "

ښاغلي سعید د حزب‎اسلامي د بندیانو شمېره ونه ښودله خو د حکومت له زندانونو د حزب د بنديانو خوشې کول له ګلبدین حکمتیار سره د حکومت د سولې د موافقې مهمه برخه ده.