اجرائیه ریاست: لازمه نه‎ده چې ایشچي قضیه له هېواده بهر حل شي

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، عدلي او قضایي بنسټونه د احمد ایشچي قضیې ته د رسیدنې توان لري.

د دغه ریاست ویاند مجیب‎الرحمان رحیمي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، لازمه نه‎ده چې دغه قضیه له هېواده بهر حل شي.

تر دې وړاندې احمد ایشچي ویلي و چې که د افغانستان عدلي او قضايي بنسټونه د ده قضیې ته رسیدنه ونه‎کړي نو نړیوالو محاکمو ته به مراجعه وکړي.

د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي وايي چې د ولسمشر لومړي مرستیال عبد الرشید دوستم کسانو دی د شکنجې ترڅنګ جنسي ځورولی دی خو د ښاغلي دوستم دفتر د احمد ایشچي ادعا بې بنسټه بللې ده.