راتلونکې اوونۍ د پاکستان د پارلمان یو لوړ رتبه پلاوی کابل ته راځي

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي چې د پاکستان یو باصلاحیته لوړ رتبه پلاوی کابل ته راځي چې له افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس سربېره به د افغانستان د ملي شورا د دواړو جرګو له مشرانو سره هم وګوري.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب‎الرحمن رحیمي د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه پلاوي کې د پاکستان د واکمن او اپوزیسیون دواړو ګوندونو استازي شامل دي.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب‎الرحمن رحیمي

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"راتلونکې اوونۍ به د پاکستان د پارلمان یو لوړ پوړی پلاوی چې هغه کې د واکمن او اپوزیسیون ګوند د دواړو مجلسونو استازې برخه لري؛ کابل ته راشي چې له ولسمشر، اجرائیه رئیس او د ملي شورا د مجلسینو له رئیسانو سره به وګوري، دوی به د وروستۍ پېښې په اړه هم افغان حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي."

د کابل او اسلام‎اباد اړیکې وروسته تر دې ډېرې ترینګلې شوې چې د فبروري په ۱۹مه د پاکستان د سند ایالت په لال شهباز قلندر زیارت حمله کې تر ۸۰ ډېر کسان ووژل شول.

تردغې حملې وروسته پاکستاني پوځ یوه نیمه میاشت وړاندې د یوې مودې لپاره د تورخم او سپين‎بولدک لارې د افغانانو پرمخ وتړلې.

د افغانستان ولسي جرګه وايي، د پاکستان دغه پلاوي کې چې ټاکل شوې کابل ته راشي د پارلمان او سنا مجلس د مشرانو او یو شمېر غړو سربېره ایالتي وزیران هم شامل دي.

د دغې جرګې لومړي منشي عبدالقادر ځاځي ازادي راډیو ته وویل چې د دغه پلاوي راتګ چې د ده په خبره د شنبې په ورځ به له دوی سره وګوري، هدف یې دا دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سړې اړیکې یو ځل بیا ورغوي.

نوموړی وايي:

"د دوی اجنډا داسې ده چې له افغان حکومتي چارواکو سره ګوري، په پلاوي کې د پارلمان او سنا له رئیس او وکیلانو سربېره ایالتي وزیران هم شته د افغان حکومت له وزیرانو سره به هم وګوري، د دوی هدف دا دی چې څنګه وکولای شو د افغانستان او پاکستان اړیکې بېرته راښې کړو، په ځانګړي توګه د شوراګانو او حکومتونو په کچه."

پاکستاني پلاوی په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې دوه اوونۍ وړاندې په اسلام‎اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال ویلي چې سږکال به د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې له ساړه حالته ووځي.

د افغانستان د ولسي جرګې اداي پلاوی وايي چې له پاکستاني پلاوي سره به په بېلابېلو مسایلو سپينې خبرې وکړي.

راپور: رحمت الله افغان