ځواک: حکمتیار به سبا جمعه لغمان کې د رسنیو پر مخ ښکاره شي

د لغمان سیمه ییز چارواکي وايي، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار به سبا جمعه په دغه ولایت کې د یوې غونډې پرمهال راڅرګند شي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک نن ازادي راډیو ته وویل د هغه غونډې لپاره چې د حزب اسلامي مشر به پکې راڅرګند شي کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي:

"امنیتي تدابیر په بشپړه توګه نیول شوي دي سبا به ان شاءالله په غونډه کې راڅرګند شي او تمه ده چې دې غونډې ته وینا هم وکړي."

تر دې وړاندې د حزب اسلامي یوه ویاند ازادي راډیو ته ویلي چې ښاغلی حکمتیار به په نېږدې ورځو کې له خپلو یو شمېر پلویانو سره کابل ته راشي.

پخواني معلومات:

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په لغمان ولایت کې له خپلو حزبي ملګرو سره لېدنې پيل کړي دي.

په لغمان کې د حزب اسلامي یوې باوري سرچېنې ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته ويلي چې ښاغلی حکمتیار د چهارشنبې په شپه لغمان ولایت ته رسیدلی او له هماغه وخته يې خپلو ګوندي ملګرو سره لېدنې پيل کړي دي.

یاده سرچېنه وايي، په پام کې ده نوموړی سبا د جمعې په ورځ په یوې لویې غونډه کې د رسنیو پرمخ ښکاره شي.