کورنۍ یې وايي ایران کې د سیامک او باقر نمازي وضعیت ښه نه دی

د هغو دوو ایراني الاصله امریکایانو چې په ایران کې بنديان دي، کورنۍ وایي د دوی د بندیانو روغتیایې وضعیت ښه نه دی او د امریکا متحده ایالاتو پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې ټینګار کړی چې د دغو بندیانو د خوشې کېدو لپاره شخصاً مسؤلیت پر غاړه واخلي.

سیامک نمازي او د هغه پلار باقر نمازي تېر کال له امریکا سره د همکارۍ په تور په لس لس کاله بند محکوم شوي دي.

له هغه وخته بابک نمازي د خپل پلار او ورور د خوشې کېدو هلې ځلې کوي.

بابک نمازي وايي، پر پلار او ورور یې تورونه ناسم دي او د ایران دولت هغوی د امتیاز په توګه له ځانه سره ساتلي دي.

د نمازي کورنۍ په ۱۹۷۹ کال کې د ایران تر اسلامي انقلاب وروسته له ایرانه وتښتېدل، خو له هغه هېواد سره یې خپلې سوداګریزي اړیکې وساتلې.