ارزګان چارواکي: عملیاتو د ۳ قوماندانو په ګډون ۳۰ طالبان وژلي

د ارزګان ولایت سیمه‎ییز امنیتي چاوراکي وايي، د دغه ولایت د عملیاتو پر مهال د درې طالب قوماندانو په ګډون ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل‎پاسوال غلام‎فاروق سنګري نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه وسله‎وال طالبان نن سهار د دغه ولایت مرکز ترینکوټ په شمال ختیځه برخه کې د افغان ګډو ځواکونو له‎خوا د خالد په نوم پوځې عملیاتو کې وژل شوي دي.

نوموړي وویل، په دغو عملیاتو کې یو شمیر وسله‎وال ټپیان شوي هم دي؛ خو خبره یې چې د دوی لوري ته کوم زیان نه دی اووښتی.

نوموړی وايي، د یادو عملیاتو پر مهال یو کیلومټر سیمه هم له وسله‎والو طالبانو څخه پاکه کړې ده.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

خو یوې دولتي باوري سرچنې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې په دغو عملیاتو کې یو پولیس وژل شوی او درې نورټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو ۲۲ ورځو راهیسې په دغه ولایت کې د وسله‎ولو طالبانو د ځپلو په هدف د خالد په نوم پوځي عملیات پیل شوي دي.