یوناما حکومتي توقیف ځایونو کې له شکنجې اندېښنه ښودلې

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي په حکومتي توقیف ځایونو کې له ناوړه چلند او شکنجې اندېښنه ښودلې ده.

یوناما د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له خولې په یوې اعلاميه کې ویلي چې د توقیف شویو کسانو شکنجه او ورسره د ناسم چلند دوام د جدي اندېښنې وړ ده.

دغه راپور د هېواد د بېلابېلو سیمو په ۶۲ توقیف ځایونو کې د ۲۰۱۵ کال د جنوري د میاشتې له لومړۍ نېټې د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې د جګړو سره تړلو ۴۶۹ بندیانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی.

خو تر اوسه افغان حکومت په دې اړه څه نه‌دي ویلي.