حزب اسلامي ننګرهار کې د حکمتیار د راڅرګندېدو راپورونه ردوي

د افغانستان حزب اسلامي په ننګرهار ولایت کې د نوموړي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار د راڅرګندېدو په تړاو راپورونه ردوي خو وايي چې نوموړی به ډېر ژر د افغانستان له ختیځو ولایتونو څخه په یوه ولایت کې راڅرګند شي.

د دغه ګوند مطبوعاتي مسؤل قریب‌الرحمن سعید نن دغه څرګندونې ازادي راډیو سره په یوې مرکه کې وکړې.

تردې دمخه داسې ویل کېدل چې ښاغلی حکمتیار به له حکومت سره د دغې ډلې د تفاهم‌لیک د ټولو مادو تر پلي کېدو وروسته د خلکو تر منځ راڅرګند شي.

خو اوس حزب اسلامي وايي چې د یاد تفاهم د موادو پلي کېدو ته نېږدې شوی دی.