د افغانستان عامې روغتیا وزارت: خلک دې خپل ماشومان واکسین کړي

د افغانستان عامې روغتیا وزارت پر خلکو غږ وکړ چې خپل ماشومان واکسین کړي او له زیاتو وژونکو ناروغیو یې وژغوري.

د دې وزارت د پالېسۍ مرستیال احمد جان نعیم پرون یکشنبه وویل چې واکسین له ډېرو وژونکو ناروغیو د کوچنیانو د ژغورنې تر ټولو ارزانه لار ده.

هغه له کورنیو غوښتنه وکړه چې تر یو کلن کم ماشومان روغتیايي مرکزونو ته د واکسین لپاره وروړي.

احمد جان نعیم وویل:

"واکسین له هغو مرضونو چې مخنیوی يې کېږي او معیوبیته د کوچنیانو د ژغورنې تر ټولو اسانه او ارزانه لار ده."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په څه باندې ۱۷ سوه روغتیايي مرکزونو کې ۱۲ ډوله واکسین شته چې کوچنیانو او د هغوی میندو ته وړیا ورکول کېږي.

د عامې روغتیا وايي، په زرو کې لږ تر لږه ۵۵ کوچنیان هر کال تر پنځه کلنۍ په کم عمر کې مري.

ګوزڼ یا فلج، شری، تور زېړی او توبرکلوز له هغو خطرناکو ناروغیو دي چې په واکسین یې مخنیوی کېدلای شي.