ننګرهار چارواکي: د کوکنارو ۵۰۰ جریبه کښت له‌منځه ولاړ

د ننګرهار چارواکي وايي چې په هسکه مېنه، چپرهار او خوګیاڼو ولسوالۍ کې د کوکنارو ۵۰۰ جریبه کښت له‌منځه ولاړ.

د ننګرهار په نهو ولسوالیو کې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د کوکنارو د کښتونو پر ضد کمپاین روان دی.

د ننګرهار د والي دفتر پرون یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې پر ۱۵۰۰ هکټاره ځمکه کرل شوي کوکنار به له‌منځه ولاړ شي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د خوګیاڼو ولسوالۍ د مېملې او شګۍ په سیمو کې د هیروینو څلور کارخانې هم تخریب شوې دي.