د فرانسې د ټاکنو اول دور بشپړ شو او د رأيو مرکزونه وتړل شول

د فرانسې د جمهوري ریاست د ټاکنو اول دور بشپړ شو او د رأيو مرکزونه وتړل شول.

د فرانسې خلک پرون یکشنبه تر شدیدو امنیتي تدابیرو لاندې، د رأیو مرکزونو ته ولاړل.

د فرانسې جمهوري ریاست ته ۱۱ کسان کاندید دي.

په فرانسه کې د پرونیو ټاکنو پایلې به د اروپايي اتحادیې پر راتلونکې او له روسیې سره د اروپايي اتحادیې پر اړیکو مهم اغېز ولري.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت پرون وویل چې په سیمه‌ییز وخت، د سهار په اتو بجو په ټوله فرانسه کې د رأیو ورکولو ۶۰ زره مرکزونه پرانیستل شول او ۷۰ فیصده فرانسویانو چې د رأیو ورکولو په شرایطو برابر وو، د ټاکنو په اول دور کې ګډون کړی دی.

نظرپوښتنې څرګندوي چې منځ لاری کاندید ایمانول ماکرون او د افراطي ښي اړخي ګوند کاندیده مارین لوپین په دې ټاکنو کې مخکې دي.

خو د منځ‌لاری ښي اړخی کاندید فرانسوا فیون هم ښايي په هغو کاندیدانو کې وي چې د انتخاباتو دوهم دور ته به لار پېدا کړي.