د فرانسې د جمهوري ریاست د ټاکنو اول دور بشپړ شو

د فرانسې د جمهوري ریاست د ټاکنو اول دور بشپړ شو او د رأیو مرکزونه وتړل شول.

د فرانسې خلک پرون یکشنبه تر شدیدو امنیتي تدابیرو لاندې، د رأیو مرکزونو ته ولاړل.

د فرانسې جمهوري ریاست ته ۱۱ کسان کاندید دي.

د ټاکنو پایلې به د اروپايي اتحادیې پر راتلونکي او له روسیې سره د اروپايي اتحادیې پر اړیکو مهم اغېز ولري.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت پرون وویل چې په سیمه‌ییز وخت، د سهار په اتو بجو په ټوله فرانسه کې د رأیو ورکولو ۶۰ زره مرکزونه پرانیستل شول.

لږ تر لږه ۷۰ فیصده فرانسویانو چې د رأیو ورکولو په شرایطو برابر وو، د ټاکنو په اول دور کې ګډون کړی دی.

په فرانسه کې پنځه کاله مخکې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې ۷۰ اعشاریه شپږ فيصده کسانو چې د رأی ورکولو په شرایطو برابر وو، د ټاکنو په اول دور کې ګډون کړی وو.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د خپلې رأيې تر اچولو وروسته، خبریالانو ته وویل:

"د ټاکنو پر مهال، تل، یو څه ناکراري وي، مخصوصاً، کله چې تاسو خپله په کاندیدانو کې نه‌یاست خو دا مهمه ده چې نوې څېرې ولیدل شي."

په فرانسه کې د جمهوري ریاست دا ټاکنې په څو لسیزو کې تر ټولو پېچلې بلل شوي چې د پایلو په اړه‌یې وړاندوینه ګرانه ده.

تر دې ټاکنو لږ وخت مخکې، د پولیسو یو افسر په پاریس کې وویشتل او ووژل شو.

د حملې مسؤلیت د اسلامي دولت په نوم وسله‌والې ډلې یا داعش واخیست.

په پاريس کې وروستى بريدګر وپېژندل شو

فرانسه کې پر پولیسو د حملې مسؤلیت داعش واخیست

دې پېښې د فرانسې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د کاندیدانو تر منځ د ترورېزم مسئله مهمو بحثونو ته واچوله.

د ټاکنو د دواړو دورونو د امنیت لپاره ۵۰ زره پولیس او اووه زره عسکر په دندو ګومارل شوي دي.

د فرانسې د جمهوري ریاست د انتخاباتو دوهم دور به چې وروستی ګټونکی به په‎کې وټاکل شي، د مې په میاشت کې وي.

نظرپوښتنې څرګندوي چې منځ اری کاندید ایمانول ماکرون او د افراطي ښي اړخي ګوند کاندیده مارین لوپین په‎دې ټاکنو کې مخکې دي.

خو د منځ‎لاری ښي اړخی کاندید فرانسوا فیون هم ښايي په هغو کاندیدانو کې وي چې د انتخاباتو دوهم دور ته به لار پېدا کړي.