قاطع ملاتړ: د تخار لپاره د طالبانو والي هوايي حمله کې وژل شوی

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قاطع ملاتړ ماموریت قومانداني د تخار لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي والي وژل کېدل تائیدوي.

دغې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره نن وویل چې قاري طیب د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې په یوې هوايي حملې کې وژل شوی دی.

خبرپاڼه وايي چې قاري طیب په افغانستان کې د څو امریکايي ځواکونو د وژل کېدو مسؤل پېژندل شوی و.

په خبر کې ویل کېږي چې له قاري طیب سره د وسله والو طالبانو اته نور جنګیالي هم وژل شوې دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تېره اوونې د بغلان لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی والي لعل محمد محمدي هم ووژل شو.