عثماني: د کمال خان اوبو بند امنیت په اړه ستونزې نشته

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر وايي، د افغانستان د اوبو هر یو بند ته د پېښېدونکي امنیتي ګواښ مخه نیولی شي.

علي احمد عثماني چې د شنبې په ورځ یې په کابل کې د کمال خان د بند درېیم فاز د کار د پيل په اړه خبریالانو ته معلومات ورکول وویل چې د کمال خان بند د امنیت په اړه ستونزې نشته.

علي احمد عثماني.

نوموړي زیاته کړه:

"که د هر دلیل پر بنسټ، زموږ د کوم بند اوبه پنځم لاس ته ولوېږي، یا اوبه بل هېواد ته ولاړې شي او یا هم له امنیتي ګواښ سره مخ شي، موږ ورته بدیلې لارې په پام کې نیولي دي، د کمال خان بند په اړه هم همدا شان، که چېرې بند ته مزاحمت پیدا کېږي، موږ امنیتي پروګرام معرفي کړی، هیله لرو چې د امنیت په برخه کې هېڅ ستونزه ونه لرو."

کمال خان اوبو بند چې د نیمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې د هلمند پر سند جوړېږي لومړني کارونه یې د سردار محمد داودخان په حکومت کې پيل شوي وو؛ خو د جګړو له امله یې چارې وځنډېدې.

د اوبو او انرژۍ وزیر وايي، د ۷۸ مېلیونه ډالرو په ارزښت د دغه بند د درېیم فاز د کارونو تړون د پنجشنبې په ورځ له یوه ترکي او افغاني ګډ شرکت سره لاسلیک شو.

د علي احمد عثماني د معلوماتو له مخې، دا بند ۱۶ نیم متره لوړوالی او یو نیم کېلومتره اوږدووالی لري چې کارونه به یې په ۴۲ میاشتو کې بشپړ شي، ۹میګاواټه برېښنا به تولید او په لومړي سر کې به ۸۱ زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي.

په عین حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د یاد بند د ښه امنیت لپاره یې امنیتي ځواکونه پرځای کړي دي.
د دغه وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل:

نجیب دانش.

"د کمال خان بند د درېیم فاز د کارونو له پرانیستې وروسته د چهاربرجک ولسوالۍ له پولیسو سربېره چې د بند او د همدې سیمې امنیت ساتي، د عامه نظم د ساتنې یو کنډک هم د بند د امنیت لپاره ګمارل شوی، د دغه کنډک ځانګړې دنده داده چې د کمال خان بند امنیت ښه تأمین کړي."
د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د کمال خان بند د امنیت ډاډ ورکوي چې له دې وړاندې په هرات ولایت کې د سلما بند د رغنیزو چارو پر کارکوونکو حملې شوې چې د هرات سیمه ییزو چارواکو یې پړه پر ګاونډیو هېوادونو اچولې وه.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي د کجکي او کمال خان بندونو په جوړېدو سره به د هلمند د سیند اوبه مدیریت شي او ایران ته به هم حقابه ورکول کیږي.

راپور: رحمت الله افغان