خبریالان: لاهم د اچین بمي حملې سیمې ته اجازه نه راکول کېږي

یو شمېر افغان خبريالان شکايت کوي چې د ننګرهار پر اچين ولسوالۍ د امريکا له خوا د غورځول شوي ستر بم په لسمه ورځ هم دوى له نېږدې د سیمې کتلوته نه دي پریښودل شوي.

دغه خبریالان وايي چې چارواکي باید ورته اجازه ورکړي ترڅو د پېښې له سېمې راپور برابر کړي.

د روان لمريز کال د وري په ٢۴مه امریکا د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش وسله ‎والې ډلې پر مرکز تر ټولو ستر غیر اټمي بم وغورځاوه.

افغان امنیتي چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې د داعش ډلې د یو شمېر قوماندانانو په ګډون نېږدې سل تنه داعش جنګیالي وژل شوي دي.