پاکستان اپوزېسیون: نوازشریف باید استعفی وکړي

د پاکستان اپوزېسیون وايي، د دغه هېواد صدراعظم نوزا شریف باید استعفا وکړي.

د پاکستان د اپوزېسیون مشرانو د جمعې په ورځ په دې اړه د اعتراضونو غږ وکړ.

دا غوښتنه په داسې وخت کې شوې ده چې د شریف د کورنۍ د مالي حسابونو د لګېدلي تور تحقیقات روان دي.

د پاکستان سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دې حسابونو په اړه تر اوسه دومره کره شواهد نه دي ترلاسه شوي چې نوازشریف له صدراته لېرې شي؛ خو په دې برخه کې به نور تحقیقات وشي.

د پاناما په نوم په خپرو شویو اسنادو کې ویل شوې دي چې د شریف کورنۍ په لندن کې پټې شتمنۍ لري.

د نوازشریف مسلم لیګ ګوند، د سترې محکمې پر پرونۍ پرېکړو خوښي وښوده، خو قانون پوهان وایي چې د تحقیقاتو ادامه به د راتلونکي کال د انتخاباتو پر وخت د نوازشریف موقف کمزوری کړي.

د اپوزېسیون مشر عمران خان وویل، د سترې محکمې درې موافقې او دوې مخالفې رایې د شریف حیثیت زیانمن کړی او باید نور په واک کې پاتې نه شي.

د اپوزېسیون وکیلانو هم تېره ورځ د نوازشریف د استعفا غوښتنه وکړه او شعارونه یې ورکړل.

سترې محکمې په بهر کې د نوازشریف د شتمنیو د تحقیقاتو لپاره دوه میاشتې نور وخت ټاکلی دی، تر هغه وروسته به ځانګړې محکمه پرېکړه کوي چې څه باید وشي.