بشري حقونه:روانه میاشت ګڼ افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

د بشري حقونو یوې ډلې ویلي روانه میاشت ډېر شمېر بې اسناده افغان کډوال له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د افغانستان لپاره د ناروۍ د کډوالو شورا د پنجشنبې په ورځ وویل چې دوی د اپریل میاشتې په لومړیو دوو اونیو کې هره ورځ په اوسط ډول د شااوخوا زرو کسانو نومونه لیکلي چې له پاکستان څخه افغانستان ته تللي دي.

دا ډله وایي، په دې سره د روان کال د لومړیو درېیو میاشتو پرتله افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو په شمېر کې ډېر والی راغلی دی.

د افغانستان لپاره د ناروۍ د کډوالو شورا مشرۍ کیټ اورورکي د یوې اعلامیې په خپرولو اندېښنه وښوده چې له سمو راجسترشویو اسنادو پرته افغان کډوال خوندي نه دي.

تېر کال له پاکستان څخه شااوخوا ۳۸۰زره راجستر شوي او ۲۲۵ زره ناراجستر شوي کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شول.