ازمجو: پر خان شیخون حمله کې سارین او یا دې ته ورته ګاز کارول شوي

د کیمیاوي وسلو د څارنې نړیواله اداره وايي چې د سوریې پر خان شیخون سیمې حمله کې له سارین ګاز یا دې ته له ورته وژونکو موادو کار اخیستل شوی دی.

د کیمیاوي وسلو د استعمال د مخنیوي نړیوالې ادارې مشر احمد ازمجو پرون وویل چې د پېښې له لسو قربانیانو څخه اخیستل شوې نښې په څلورو لابراتوارونو کې څېړل شوې دي.

د احمد ازمجو په وینا، د دې ازموینې په پایله کې څرګنده شوې چې سارین یا دې ته ورته کیمیاوي مواد کارول شوي دي.

د هغه په وینا، د لابراتواري ازموینو نور جزئیات به وروسته خپاره شي خو ټینګار یې کړی چې د دوی د څېړنو پایلې د تردید او بحث وړ نه‌دي.

د اپرېل په څلورمه د سوریې د ادلب ولایت پر خان شیخون سیمه د کیمیاوي وسلو په حمله کې چې د ادعاوو پر اساس، د بشارالاسد رژیم کړې وه ، لږ تر لږه ۸۰ تنه ووژل شول.

دمشق او مسکو چې د بشارالاسد د رژيم کلک ملاتړ کوي، ادعا کړې چې په دې سیمه کې د مخالفینو د وسلو پر یوه ډيپو د بمبار له امله زهرجن ګاز خپور شوي وو.

خو امریکا د مسکو او دمشق دا ادعاوې رد کړې دي.