سالوین: د اچین هغه سیمه کې چې ستر بم غورځېدلای نښتې روانې دي

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ویاند د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په هغه سیمه کې چې امریکایي الوتکې تېره اوونۍ ستر بم واچاوه، لا هم نښتې روانې دي.

امریکا د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د ډیورند کرښې ته نېږدې د داعش پر سمڅو د بمونو د مور په نوم ستر بم وکاراوه.

د امریکایي ځواکونو ویاند تورن ویلیم سالوین لوېدیځو اژانسونو ته وویل، دې بمي برید د داعش نېږدې سل تنه وژلي دي، خو تر اوسه لا هلته له دښمن سره په نښتو بوخت یوو.