ننګرهار چارواکي: په نازیانو کې پنځه داعش وسله‌وال وژل شوي

د ننګرهار ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي حمله کې د داعش ډلې پنځه بهرني وسله‌وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د رسنیو مسؤل حضرت حسین مشرقیوال نن ازادي راډیو ته وویل چې بهرنیو ځواکونو نن سهار شااوخوا ۱۰ بجې د ننګرهار ولایت د نازیانو په ولسوالۍ کې پر داعش ډلې د بې‌پیلوټه الوتکې په وسیله هوايي برید کړی چې په‌کې د دغې ډلې پنځه غړي وژل شوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې وژل شوي کسان د مولوي یحیی د ډلې غړي او د خېبر پښتونخوا او اورکزیو د سیمې اوسېدونکي وو.

مشرقیوال وویل، د ننګرهار ولایت په يو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د داعش او نورو وسله‌والو ډلو د ځپلو په هدف هوايي او ځمکني عملیات دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دفاع وزارت ویلي، په اچین کې د داعش ډلې په سمڅو کې د امریکا د تر ټولو درانه بم د کارولو په نتیجه کې د وژل شویو وسله‌والو منځ کې د دې ډلې لږ تر لږه ۱۳ قوماندانان هم شامل دي.

خو داعش وسله‌والو بیا په دې اړه څه نه‌دي ویلي.