د ولسمشر سلاکار: د ورښتونو له امله به سږکال کرنیز محصولات ډېر وي

د کرنې په برخه کې د ولسمشر سلاکار وايي، سږ کال به په ټول هېواد کې له کرنیزو توکو زیات محصولات ترلاسه شي.

حامد هلمندي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په ژمي کې په کافي اندازه واوره او ورښتونه شوي او اوس‌مهال د هېواد ۶۰ فیصده ځمکه په منظم ډول خړوبېږي.

نوموړی وایي، یوازې د کندهار ولایت په ۵ ولسوالیو کې ۲۵ زره د پستې ونې کېنول شوې دي.

ښاغلي هلمندي وویل، د کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي سره به د ولسي وګړو او بزګرانو په اقتصاد کې د پام وړ بدلون راشي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنسټ افغانستان هر کال ۵ میلیونه ټنه غنم تولیدوي.