بي بي ګل غني: کم عمرۍ کې باید د ودونو مخنیوی وشي

د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني بي بي ګلله له کورنیو غواړي چې په کم عمرۍ کې د نجونو د ودولو مخنیوی وکړي.

اغلې مېرمن غني چې د ماشومانو او له وخت مخکې د ودونو له منځه وړلو ملي عملیاتي پلان په تشریح کې خبرې کولې وویل چې ودونه باید د دواړو لورو په توافق وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په کم عمر کې او په زوره د نجونو د ودولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د دغه کمېسیون غړې قدریه یزدان پرست د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي لا هم په دغه هېواد کې په ټیټ عمر او په زوره د نجونو ودول دوام لري.

اغلې یزدان پرست دا هم ویلي چې له دوی سره داسې قضیې هم ثبت دي چې په ۷ کلنۍ کې نجلۍ واده کولو ته مجبوره شوې ده.

که څه هم اغلې یزدان پرست په دې اړه ارقام ورنه کړل، خو د یاد کمېسیون چارواکو له دې وړاندې ویلي و چې په دغه هېواد کې شپیته فیصده انجونې په جبري توګه او یا هم په کوچنیوالي کې ودېږي.

روغتيايي چارواکي وايي جبري او په کم عمرۍ کې د نجونو ودول د دوی د مړینې لامل ګرځي چې باید کورنۍ ترې ډډه وکړي.