د بلخ مدني فعالانو د اچین بمي حملې ملاتړ وکړ

د بلخ یو شمېر مدني فعالانو د ننکرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي پوځیانو د بمي برید ملاتړ کړی او له نړیوالو ځواکونو يې غوښتنه کړې چې د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې نور هم جدي شي.

د افغانستان په شمال کې د خلکو د یوې ټولنې رئیس نجیب پیکان د سې شنبې په ورځ وویل د داعش پر مرکزونو د امریکا د بمي برید ملاتړ کوي او په خبره‌یې نړیوال ځواکونه باید اجازه ورنه‌کړي چې ترورېستان افغانانو ته زیان ورسوي.

دغو مدني فعالانو له افغان دولته هم غوښتنه وکړه چې د افغانستان سرحدونه په ځانګړي ډول ختیځې سیمې چرته چې له پاکستانه ترهګر افغان خاورې ته راوړي، له جدي څارنې لاندې ونیسې.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي پوځیانو د د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار په اچین کې د داعش په مرکزونو یو ستر غیر اټمي بم وغورځاوه چې له امله‌یې دغې ډلې ته درانه تلفات واوښتل.