د شکنجې د مخنیوي کمېسیون په رسمي ډول خپل فعالیت پیل کړ

د شکنجې د مخنیوي کمېسیون چې د افغانستان د بشر د حقونو په خپلواک کمېسیون کې جوړ شوی، پرون په رسمي ډول خپل فعالیت پیل کړ.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون اعلامیه وايي، د شکنجې د منع کمېسیون به د عدليې وزارت، د بشري حقونو د کمېسیون او د ۱۳ دولتي او غیر دولتي ادارو تر مشرۍ لاندې فعالیت ولري.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، دې هېواد کې اوس هم شکنجه دوام لري او عاملان‌يې عدلي او قضايي ارګانونو ته نه‌سپارل کېږي.