د پاکستان پوځ د داخلي چارو او عامه اړیکو مشر وايي، د ټي ټي پي یا د تحریک طالبان پاکستان ویاند له یو شمېر نورو طالب مشرانو سره یوځای حکومت ته تسلیم شوی دی.
جنرال اصف غفور د دوشنبې په ورځ راولپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل:
"غواړم تاسو سره دا معلومات شریک کړم چې له فعالیت منع شويو ډلو پاکستاني طالبانو او جماعتالحرار ډلې ویاند احسانالله احسان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی دی. هغه یوازې نهدی راتلونکي کې به هم وګورئ چې دا شان معلومات له تاسو سره شریک کړو."
جماعتالحرار وسلهوالې ډلې پېښور کې پر یوه ښوونځي د ۲۰۱۴ میلادي کال د ډلهییزې حملې مسؤلیت پر غاړه اخیستی چې په نتیجه کې يې ۱۴۷ کسان چې زیاتره زدهکوونکي وو، ووژل شول.
د پاکستان یو استخباراتي چارواکي چې خپل نوميې نهدی یاد کړی د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې احسانالله احسان یو مستعار نوم دی او د تحریک طالبان پاکستان او جماعتالحرار ډلې مختلف ویاندویان له دې نوم ګټه اخلي.
د دغې سرچېنې په وینا کوم شخص چې پاکستاني ځواکونو ته د روان اپرېل میاشت په نیمايي کې تسلیم شوی سجاد مهمند نومېږي.
ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان د ازادي راډیو مشال څانګې سره په تماس کې دا تائید کړه چې د دې ډلې ویاند د پاکستان پوځ ته تسلیم شوی دی.
خو د جماعتالحرار وسلهوالې ډلې تر اوسه پورې په دې اړه څه تبصره نهده کړې.