اماني: د سرپل صیاد کې طالبانو یو ماشوم او درې مېرمنې وژلي

د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو یو ماشوم او درې ښځې په ډزو وژلې دي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح‌الله اماني ازادي راډيو ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.

نوموړي وویل چې وسله‌والو طالبانو دغه کسان له دولت سره د همکارۍ په تور وژلي دي.

وسله‌والو طالبانو د دغې قضیې په اړه څه نه‌دي ويلي خو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره‌یې ادعا کړې چې د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له لوري د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

خو سیمه‌ییزو چارواکو دا ادعا رد کړې ده.