نن د هېواد بېلابېلو برخو کې د پولیو ضد کمپاین پيل شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پولیو واکسین یو پنځه ورځنی کمپاین پیل کړ.

د روغتیا وزارت د معافیت کتلوي څانګې مسؤل ډاکتر پرویز ازادي راډيو ته وویل چې دغه کمپاین به د هېواد په ختیځ، جنوب ختیځ او شمال ختیځو حوزو کې پلی شي.

ښاغلی پرویز وايي، د دغه کمپاین پر مهال به نېږدې ۷ میلیونه ماشومان واکسین شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه کمپاین تر څنګ د شري یا سرخکان کمپاین هم پیل شوی.

دا کمپاین په داسې حال کې پیل کېږي چې په روان کال کې د پولیو درې پېښې په کندز، هلمند او کندهار کې ثبت شوې دي.