د ترکیې صدراعظم: د اساسي قانون تعدیل مثبته رأیه وګټله

د ترکیې صدراعظم بن‎علي ییلدیریم پرون یکشنبه اعلان وکړ چې د اساسي قانون تعدیل مثبته رأیه وګټله.

د ترکیې په اساسي قانون کې د تعدیل تائید به د هغه هېواد پارلماني سیسټم په جمهوري بدل کړي.

د ترکیې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرون یکشنبه وویل چې ۵۱ اعشاریه درې سلنه خلکو په پرونۍ ټول‎پوښتنه کې "هو" رأیه ورکړې ده.

ترکیه کې د رأیې ورکولو په شرایطو برابرو خلکو په اساسي قانون کې د ۱۸ مادو تعدیل ته رأیه ورکړه چې د ولسمشر صلاحیتونه زیاتوي او ولسمشر رجب طیب اردوغان ته موقع ورکوي چې تر ۲۰۲۹ میلادي کاله په قدرت کې پاتې شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په ټول‎پوښتنه کې د بري له امله، خپلو ملت‌پالو پلویانو ته مبارکي ورکړه.

په ترکیه کې د رژیم عمده اپوزېسیون، د ترکیې د خلکو جمهوري ګوند، د ۶۰ فیصده رأیو د بیا شمېرلو غوښتنه کړې ده او وايي چې ۳۷ فیصده رأیې چې د تعدیل په ګټه ګڼل شوي، سمې نه‎دي.

دې ګوند د ترکیې د انتخاباتو پر کمېسیون هم انتقاد کړی چې د رأیو د شمېرنې په بهیر کې یې په وروستۍ شېبه کې بدلون راووست او درغلیو ته‌یې لار پرانیستله.