ترکیه کې اساسي قانون کې د بدلون په اړه ټولپوښتنه روانه ده

د ترکيې په اساسي قانون کې د تعديلاتو لپاره په ټولپوښتنه کې رأيه اچونه روانه ده.

د دې رأی اچونې په نتيجه کې به دا پرېکړه کېږي چې ايا د حکومت سيسټم په رياستي واوړي که نه؟

که د ترکيې حکومت رياستي شي، له دې سره به ولسمشر رجب طيب اردوغان ته تازه صلاحيتونه په برخه شي او اردوغان ته زمينه برابرېږي چې د څه باندې لسو نورو کلونو لپاره پر قدرت پاتې شي.

ولسمشر اردوغان په استانبول کې د خپلې رأيې تر کارونې وروسته رسنيو ته وويل:

"دا ټولپوښتنه په ترکيه کې د حکومتوالۍ د نوي سيسټم، د بدلون او انتقال د يوه انتخاب په باب ده، باور لرم که خداى کول د بدلون په دغه انتخاب سره زموږ خلک تصميم نيسي چې د لا چټک پرمختګ لپاره لار پرانيستل شي."

له دې اصلاحاتو سره به د ترکيې پارلمان کمزورى شي، د صدراعظم مقام به منحل او ولسمشر ته به صلاحيت ورکړل شي چې پر قضايي قوه نور کنټرول هم ولري.

د ترکيې دولتي اژانس ويلي، د رأيو مرکزونو له پرانيستلو څو ساعته مخکې په دياربکر ولايت کې د رأيې ورکولو له يوه مرکزه بهر د دوو کورنيو تر منځ جګړه کې دوه تنه وژل شوي دي.