مراد: د ننګرهار اچین کې د داعش ځپلو په هدف عملیات روان دي

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې لا هم د داعش جنګیالیو پر ضد پوځي عملیات روان دي.

د افغانستان د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد نن په کابل کې خبریالانو ته وویل ممکن داعش په سیمه کې نور پټن‌ځایونه هم ولري او که تثبیت شي حملې به پرې وشي.

ښاغلی مراد وايي د تېرې پنجشنبې د ورځې د حملې د تلفاتو شمېر ۹۵ تنو ته رسېدلی چې په وژل شویو کې د داعش مشران هم شامل دي.

دی زیاتوي:

"دا د عملیاتو پیل و، هغه سیمې چې دوی انتخاب کړې دي، له موږ سره‌یې په اړه معلومات موجود دي او تعقیب به شي."

ښاغلی مراد زیاتوي په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې اصلي مرکز په هوايي حمله کې په بشپړ ډول له‌منځه تللی.

د تېرې پنجشنبې په ورځ امریکا تر ټولو ستر غیر اټمي بم په اچین ولسوالۍ کې د داعش وسله‌والې ډلې په مرکز استعمال کړ.