د هلمند لښکرګاه کې یوه خاوند خپل مېرمن وژلې

د لښکرګاه ښار اړوند درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یوه خاوند خپله مېرمن وژلې ده.

د دوهمې امنیتي حوزې مسئول حاجي ګران وایي، قاتل نیول شوی او تر پوښتنو لاندې دی.

که څه هم د قتل اصلي مسئله معلومه نه‌ده خو ویل کېږي خاوند د خپلې ښځې غاړه پرېکړې ده.