خلیل‌زاد: د اچین حمله د افغان ځواکونو ملاتړ لپاره شوې

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل‌زاد وايي، په اچین کې د امریکا د پوځ وروستۍ بمي حمله له اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش سره د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره شوې ده.

ښاغلي خلیل‌زاد پرون شنبه له ازادي راډیو سره په ځانګړې ټیلیفوني مرکه کې وویل، امریکا خپلو "دښمنانو" ته خپل پيغام هم څرګند کړ.

زلمي خلیلزاد وویل:

"داعش وسله‌وال په عراق او سوریه کې د ماتې په حال کې دي او هڅه کوي چې له هغو سیمو افغانستان ته راشي، دا هغوی ته یو پیغام و، هغو کسانو یا د امریکا نورو دښمنانو ته چې وضعیت څاري، هغه که په شمالي کوریا، سوریه یا پاکستان کې دي، دا پيغام ورکول و چې متحد ایالات د خپل بري لپاره له لازمې قوې کار اخلي."

د امریکا پوځ د تېرې پنجشنبې په ورځ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش د وسله‌والو پر سمڅو او پناه ځایونو تر ټولو لوی غیر اټمي بم استعمال کړ.

زلمي خلیل‌زاد له پېژندل شویو امریکايي ډیپلوماتانو دی چې د پخو انیو ولسمشرانو جورج ډبلیو بوش او بارک اوباما په ادارو کې یې د عراق او افغانستان لپاره د سفیر په توګه کار کړی دی.

هغه له ۲۰۰۷ تر ۲۰۰۹ میلادي کاله په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر و.