د پکتیا قومي مشران: د سولې په اړه منځګړیتوب ته تیار یو

په لویه پکتیا کې د ځدراڼو د یوولس ولسوالیو قومي مشران وايي، د حکومت او وسله‌والو طالبانو تر منځ د سولې لپاره منځګړیتوب ته تیار دي.

د ځدراڼو سلګونه قومي مشرانو، سوداګرو او مخورو پرون شنبه په خوست کې غونډه وکړه او ويې‌ویل چې له طالبانو سره د حکومت په سوله کې به له قومي دودونو، اړیکو او اغېزه کار واخلي.

د خوست د مجاهدینو شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ د ازادي راډیو ته وویل:

"د ځدراڼو د یولسو ولسوالیو قومي مشرانو، متنفذینو او ځوانانو د دې لپاره یو نوی اتفاق او اتحاد وکړ چې د طالبانو او حکومت تر منځ به د درېیمګړي رول اداء کوي، د خپلو مشرانو او مخورو نه په استفادې سره به هم طالبان سولې ته هڅوي او هم به دولت وهڅوي څو جګړه ختمه شي او امن راشي."

د انصاف ګوند مشر احمد شاه ځدراڼ غونډې ته وویل، که چېرې د سولې لپاره د دوی منځګړیتوب ومنل شي، د ځدراڼو ولس به د هغو کسانو په مخکې درېږي چې له پرېکړو او موافقو سرغړونه کوي.